تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس ۱۶۵۰۹ کسان اخته دي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړ، چې که له کرونا ویروس سره په مبارزه کې همکار نشي؛ د افغانستان ټولې کورنۍ به پرې اخته شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح ویلي؛ په وروستیو څلیریشت ګړیو کې له ۱۳۲۲ کتل شویو بېلګو څخه ۷۵۹ یې مثبتې ثبت شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې د کرونا پراختیا بهیر ډېر اندېښمنوونکی دی، چې اوس پرې د اخته شویو کسانو شمېر ۱۶ زره پېنځه سوه نهه کسانو ته رسیدلی، چې دوه ترې رغیدلي او پېنځه مړه دي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې په مرکز او ولایتونو کې د کرونا تازه مثبتې پېښې دادي: کابل ۲۶۶، هرات ۲۱۲، بلخ ۳۹، ننګرهار ۳۴، پکتیا ۶۶، بغلان ۲۷، بامیان ۲۱، غزني ۱۸، تخار ۱۷، فاریاب ۱۸، خوست ۲۵، پروان ۴، کاپیسا ۷، سمنګان ۲ او بدخشان ۳ .

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی، چې له کرونا سره د مبارزې کیلي د هر هېوادوال په لاس کې ده او که خلک همکاري وکړي؛ د غوره تغذیې او له ګڼه ګوڼې څخه د ډډې کولو په صورت کې به ځان او ټولنه د دې ویروس له زیانه خوندي کړو.

د عامې روغتیا وزارت دا ټینګار هم کوي، چې پر کرونا د اخته کیدو پېښې د خلکو د بې پامیو پایله ده او که په خبره یې روغتیایي سپارښتنې رعایت نشي؛ ناوړه انساني پایلې به رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version