تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ۶۱۸ کسان مړه او ۲۹۴۸۱ اخته دي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد پر کرونا اخته ۲۰ ناروغان مړه شوي؛ درې سوه څلیریشت پرې اخته شوي او څلور ۴۱۹ ترې روغ شوي او له دې سره یې ټول شمېر۲۹۴۸۱ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس له کبله د مړیو شویو او پرې اخته شویو ناروغانو رسمي معلومات  اعلانوي؛ خو ښکاري، چې دا معلومات له حقیقي او رښتینو هغو ډېر لږ دي.

 د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې کرونا ویروس شل کسان مړه کړي، چې ډېر شمېر یې په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال شفیق الله شهیم ویلي؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې د هېواد په روغتونونو کې ۶۱۸ ناروغان مړه شوی دي.

د عامې روغتیا وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې له کرونا ویروس سره مبارزې ته یې څه باندې یو سل و پېنځه پنځوس میلیون ډالر بیل کړي، چې تر اوسه یې اووه دېرش اعشاریه اووه میلیون ډالر لګیدلي دي. لسګونه میلیون ډالر په داسې حال کې لګول شوي، چې خلک په پلازمېنه کابل کې د روغتیايي آسانتیاوو له لږوالي اندېښمن شوي دي.

خلک وايي؛ په روغتونونو کې اکسیجن نشته او دوی اړ دي، چې د خپلو ناروغانو لپاره په لوړه بیه له بازار څخه اکسیجن وپېري.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال شفیق الله شهیم مني، چې ګواکې په دولتي روغتونو کې د اکسیجن له لږوالي سره مخ شوي وي.

هغه وایي: مونږ دوه اوونې مخکې د اکسیجن له لږوالي سره مخ وو؛ خو اوس دا ستونزه نشته.

د عامې روغتیا وزارت وايي: په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس درې سوه څلیریشت کسان اخته شوي، چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹ زره ۴ سوه یو اتیا ته رسیدلی او تر اوسه له دغې ناروغۍ څخه په افغانستان کې نهه زره ۲ سوه شپېته کسان بېرته روغ شوي دي.

Trending

Exit mobile version