تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک

Published

on

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې؛ په دغه هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره کروندګرو یو اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر عاید له لاسه ورکړي، چې د ناخالصو تولیداتو نږدې ۸ سلنه جوړوي.

دغه بنسټ ویلي، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۲۶ سلنه کم شوی، چې ورسره د دغه هېواد اقتصادي راتلونکې ناڅرګند شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې په خصوصي سکټور کې جوړښتي نیمګړتیاوو او د نړیوالو مرستو کموالي په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ مخه نیولې ده.

نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د نړیوال بانک د افغانستان څانګې مشرې میلنډا ګوډ ویلي؛ د یوه باثباته راتلونکي افغانستان لپاره باید پر جنسیتي ناوړه پالیسۍ، په روغتیایي او تعلیمي برخو کې پانګونې او د کرنې او کانونو په سکټورونو کې د فرصتونو رامنځته کولو راوڅرخیږي.

نړیوال بانک وایي؛ د افغانستان د سوداګرۍ د کسر زیاتوالی د دغه هېواد د اقتصاد لپاره بله ننګونه ده. د دغه بانک د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان واردات ۲۳ سلنه یا ۷ اعشاریه ۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version