تازه خبرونه

په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیون وګړي بېړنیو مرستو ته اړ دي – م.م

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، د ژمي له را رسېدو سره زرګونه افغانان، چې د زلزلې او سېلابونو له امله زیانمن شوي او د قحطۍ له خطر سره مخ دي، بېړنیو مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اټکل کوي، چې په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر ۲۴ میلیون ته ورسيږي.

اوچا تویت کړی، چې تر اوسه د افغانستان لپاره د بشري مرستو ۴۲ سلنه دوی تر لاسه کړې ده.

د دوی د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: په افغانستان کې له ۲۴ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، زرګونه کسان له قحطۍ او د زلزلې او سېلابونو له امله زیانمن شوي، چې له ژمي مخکې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بشري مرستې یوازې ۴۲ سلنه مونږ تر لاسه کړې ده.

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزلې او په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې بې کوره کړي دي.

له بلې خوا هغه اړمن خلک، چې له فقر او لوږې سره مخ دي؛ له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې له اړو افغانانو سره کېدونکې مرستې کافي ندي.

اسلامي امارت د زلزلې او سېلابونو له کبله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره له مرستندویه هېوادونو ۳۲۲ میلیون دالر وغوښتل.

 د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې یو شمېر نړیوال مرستندویه بنسټونه  او د ځینو هېوادونو سیاسي استازي د وروستیو طبیعي پيښو له  قربانیانو سره  د مرستو لپاره راغونډ کړلاو څرګنده یې کړه، چې دوی د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې توان نلري او د دغو پېښو مالي او ځاني زیانونه ډېر دي.

Trending

Exit mobile version