تازه خبرونه
په افغانستان کې ډېر ماشومان وږي ښوونځيو ته ځي – ملګري ملتونه
د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې څلورمه) د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ډېر ماشومان وږې ښوونځي ته ځي.
د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی هر سهار ۷۰۰ زره زدهکوونکیو( نجونو او هلکانو ) ته ځواکمن بیسکیټ وېشي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ښوونځيو ماشومانو ته د بسکټو وېش کورنۍ هڅوي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
دغه راز د بښنې نړیوالې ټولنې د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د نجونو د زدهکړې د ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې د نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره یو آنلاین غوښتنلیک پیل کړی او د پوهنې له ملاتړو او په ټوله نړۍ کې یې له مخاطبو غوښتي، چې دا غوښتنلیک لاسلیک او د نجونو د زدهکړې د ملاتړ کمپاین پراخ کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا ویلي، چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ هم دی.
روزا اتونبایوا د زدهکړو نړۍوالې ورځې په مناسبت یو ویډیويي پیغام کې ویلي؛ له زدهکړو به د افغان نجونو محرومیت نه یوازې پر ټولو افغانانو اغېز وکړي، بلکې افغانستان به په نړۍواله او اسلامي کچه هم منزوي کړي.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د یوې کړنلارې له جوړیدو سره به د نجونو له شپږم پورته ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي