تازه خبرونه
په افغانستان کې کرونا ناروغانو ته پلازما تراپي ګټوره پایله لري
د افغانستان د بلخ ولایت ډاکټرانو ویلي؛ له کووید ـ ۱۹ ویروس څخه د روغو شویو کسانو د وینې د پلازما تطبیق ښه پایله ورکړې او ور سره څو ناروغان له بیړنیو څانګو ایستل شوي، چې مخکې په ناوړه حالت کې ول.
کرونایي ناروغانو ته د روغو شویو کسانو د وینې پلازما تطبیقولو یوه هیله پیدا کړې ده.
په بلخ کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون ډاکټر محمد عالم رازقي ویلي؛ په بلخ کې نږدې ۱۰ ناروغانو ته پلازما تطبیق شوې او هغه ناروغان، چې د روغتون په بېړنۍ څانګه کې ول؛ د پلازما له تطبیق وروسته یې روغتیایي وضعیت ښه شوی دی.
نوموړی وایي: ناروغ ته مو ۲۰۰ سي سي پلازما تطبیق کړې، له ۲۴ ګړیو وروسته یې فشار داډمن او له ۷۲ ساعتونو وروسته یې اکسیجن ته اړتیا پای ته رسیدلې. اوس ناروغ ښه دی او د اندئښنې مخه یې ونیول شوه.
په بلخ کې په داوطلب ډول ناروغانو ته د وینې د پلازما تطبیقول روان دي.
یوازې په بلخ کې د پلازما تطبیقول دوام لري، روغتیایي مسوولین هیله من دي، چې له دې سره به د ډېرو مړینو مخه ونیول شي.
د بلخ د عامې روغتیا رییس نظام الدین جلیل وایي: تر دې دمه ۱۰ کسانو ته یاده پلازما کارول شوې او هیله من یو، چې په دې توګه وکولی شو له کرونا ویروسه د مړینې کچه راټیټه کړو.
د وینې پلازما د وینې یوه مایع برخه ده، چې له کووید – ۱۹ څخه د رغیدلیو کسانو په وینه کې انټي بادي لري او کرونا ویروس له منځه وړي؛ خو ویل کیږي زیانونه هم لري. لکه په بدن کې پر کرونا ویروس د روغو حجرو اخته کیدل، حساسیت او ان د ځینو حجرو له کاره غورزیدل.
د هرات د حوزوي روغتون د عمومي داخلې برخې مسوول محمد نبیل فقیریار په ډاګه کړې؛ هغه کسان، چې د زړه او سالنډۍ ستونزې لري، یا ډېر چاغ او زاړه دي ۵۰۰ ملي لیټره زغملی نشي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال شفیق الله شهیم ویلي؛ له کرونا ویروس څخه د رغیدلیو کسانو د وینې د پلازما پر را ټولولو کار روان دی او په افغانستان کې دا میتود تراوسه ډېر لږ کارول شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په هیواد کې د کرونا ویروس ۷۶۱ مثبت پېښې ثبت شوي، چې له دې سره پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۵۲۷ ته ورسیده او داسې اندېښنې هم شته، چې پر کرونا ناروغۍ د شکمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي او خلک د کرونا پر وړاندې په مبارزه کې پر روغتیایي خدمتونو نیوکه کوي؛ خو عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو له ښه کیدو ډاډ ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس اخته اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶۵ نور روغ شوي دي.
د یادونې ده، چې د نړۍ په څو هېوادونو کې د کووید نولس ناروغانو په درملنه کې پلازما تراپي کارول شوې، چې ویل کیږي ښه پایله یې ورکړې ده.
