تازه خبرونه
په افغانستان کې یو شمېر کړیو د سولې په برخه کې شکونه را منځته کړي-سرتاج عزیز
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار وایي؛ هېواد یي هڅې چټکې کړي، چې له افغانستان سره د سولي خبري پیل کړي.
سرتاج عزیر زیاته کړې؛ په افغانستان کې یو شمېر کړۍ نه غواړي،چې له پاکستان سره د سولې خبرې تر سره شي.
نوموړی دا کار ناهیلي کوونکی بولي او پاکستانيو رسنیو ته یې په ډاګه کړې، چې دغو عناصرو د سولي په برخه کې شکونه را منځته کړي دي.
عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ملا عمر د مرګ خبر په خپرولو د سولي په خبرو کې خنډونه را منځته کړي.
عزیز همداراز زیاتوي، چې د ملا عمر د ځای ناستي ملا اختر محمد منصور وژلو هم د سولي خبرې له زیاتو ستونزو سره مخ کړې.
سرتاج عزیز دا هم په ډاګه کړې؛ دا ناسمه ده، چې پاکستان له وسلوالو طالبانو سره په ملاتړ تورنیږي. د حقاني شبکه چې په قبایلي سیمو کې فعاله وه د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې له منځه تللې ده. د حقاني شبکه اوس په پاکستان کې نشته، خو بیا هم هلته او دلته د سخت دریځو په فعالیتونو سترګې نه شي پټیدای.
نوموړي په افغانستان کې د هغو کړیو له نوم اخیستنې ډډه کړې، چې د سولې په اړه خنډونه رامنځته کوي.
د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوريوايي، چې له پاکستان څخه سوله نه غواړي او پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل صداقت وښيي.
د چارو پوهان وايي، چې له افغانستان سره د پاکستان د سولې وړاندیز دا روښانه کړه، چې په افغانستان کې روانه جګړه د طالبانو نه، بلکې د پاکستان جګړه ده.
پوځي کارپوهعتیق الله امرخیل وایي؛ د امریکا دفاع وزیر، چې له کابل وروسته په بحرین کې خبرې کولې وویل:نه یوازې دا، چې مونږ د افغان پوځونو ملاتړ ته دوام ورکوو، بلکې د سیمه په کچه له ترهګرې سره د مبارزې چوکات هم ساتو. د بېلګې په توګه مونږ له افغان ځواکونو سره د داعش پر ضد عملیات تر سره کوو. همدارنګه د طالبانو او القاعده خلاف مو دوه ستر عملیات تر سره کړل؛ ملا منصور او د القاعدې رهبر اسامه بن لادن مو ووژل.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په هند کې د یوه کنفرانس په لړ کې د پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته رد کړه او په پاکستان یې غږ وکړ چې په خپله خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.