تازه خبرونه

په افغانستان کې ۱۴ میلیون خلک د خواړو خوندیتوب نلري

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوالې ټولنې (ډبلیو اچ او) په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ پر دېرېدونکي وضعیت اندېښنه په ډاګه کړې او څرګندوي، چې دا مهال په دې هېواد کې ۱۴ میلیون خلک د خواړو خوندیتوب نلري.

د خواړو نړیوالې ټولنې ويلي، چې افغانان له پوره بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي او درې وخته ډوډۍ نلري.

د دې سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې یوازې پېنځه په سلو کې افغانان د اړتیا وړ خواړه لري او پاتې نور له بېوزلۍ سره مخ دي.

د خواړو نړیواله ټولنه څرګندوي؛ ډېرو لوستو او تحصیل لرونکیو افغانانو په وروستیو میاشتو کې دندې له لاسه ورکړي او د خواړو بیې هم لوړې شوي، چې له کبله یې خلک له سختې لوږې سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړيو صندق اجرائيه مدیر د فرانسې له خبرې آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې له یوې خوا ژمی په را رسیدو دی او له بلې خوا د طالبانو له حاکمیت سره د مرستې رسونې چارې زیانمنې شوي، چې له کبله یې افغانستان له بېوسۍ سره مخ کیدونکی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ مبالغه به نه وي، چې وویل شي له درې څخه یوه برخه افغانان خواړه نلري.

د خواړو نړیوالې ټولنې ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره ۲ سوه میلیون او د راتلونکي کال د درې میاشتو لپاره درې سوه میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د مرستندویه ټولنو او بنسټونو د کار مخه نه نیسي او د مرستو په لیږد کې ورسره مرسته هم کوي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې اتلس میلیون افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version