تازه خبرونه

په افغانستان کې ۱۶ بهرني اتباع بندیان دي – چارواکي

Published

on

د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکو څرګنده کړې، چې دا مهال شپاړس بهرني اتباع د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

د زندانونو چارو د ادارې پوځي مرستيال حبيب الله بدر د شنبې پر ورځ ( د زمري ۲۱ ) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ويلي، چې په افغانستان کې له هغو بهرنيو وګړو څخه، چې په بند کې دي، پېنځه يې ښځې دي.

هغه دا هم ويلي، چې په ټول هېواد کې ١٦زره بنديان دي، چې ١١٩٤ يې ښځې دي.

حبیب الله بدر زیاته کړې، چې د ټول هېواد په زندانونو کې ۱۰۸۹ بندیان ماشومان دي، چې ۴۷ یې نجونې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د حکومت له تګلارې څخه د سرغړونې او يا ترافيکي پېښو پر تور د اسلامي امارت د نظامي ځواکونو ۲۵۰ غړي هم زنداني شوي دي.

دغه راز د زندانونو د چارو د تنظيم عمومي رييس محمد يوسف مستري وايي، ايران د نشه‌يي توکو په تړاو نيول شوي ۱۲۳۰ افغانان افغانستان ته سپارلي دي.

هغه زیاته کړې، دا مهال شاوخوا څلور زره افغانان د بېلابېلو جرمونو پر تور د ایران په زندانونو کې پراته دي، چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې د ۲۵۰ افغانانو د اعدام حکم پر بند بدل شوی دی.

Trending

Exit mobile version