روغتيا

په افغانستان کې ۳۲۹۲ کسان پر ایدز ناروغۍ اخته دي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ ۱۳ / د دسمبر ۴ د ایدز د نړیوالې ورځې مراسم د (اچ آی وي معاینه وکړئ)  تر شعار لاندې جوړ او تر سره کړل.

د عامې روغتیا وزارت له ایدز سره د مبارزې له نړیوالې ورځې د اچ آی وي وړیا، آسانه او محرمانه یې معاینه کړئ، تر شعار لاندې نمانځنه وکړه.

د دې وزارت چارواکي وايي، چې په نړۍ له دې ناروغۍ د مړینې کچه ټيټه شوې او په افغانستان کې هم د دې ناروغۍ خپرېدا صفر اعشاریه یو سلنې ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي؛ په هېواد کې څه باندې درې زره کسان پر ایدز اخته دي، چې ۷۵ سلنه یې نرینه او ۲۵ سلنه یې ښځې دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ له پېنځلس کلونو کم عمره ماشومان هم پدې معلوماتو کې راغلي دي.

د دې وزارت د خدماتو وړاندې کولو چارو مرستیال حبیب الله آخوندزاده ویلي؛ پدې ناروغۍ له دولس زره شکمنو کسانو څخه یوازې درې زره کسان یې ایدډز لري، چې ۷۵ سلنه یې نرینه او پاتې نور یې ښځينه او کم شمېر یې ماشومان دي.

اقتصادي ستونزې، کډوالي، د مکروبي وینو تزریق، د خلکو د عامه پوهاوي د سطحې ټيټوالی او په مخدره توکو روږدېدل د دې ناروغۍ د زیاتوالي عوامل بلل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت دا هم ويلي، چې دغه وزارت له ډېرې کمې بودجې سره د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس حیدر خان وایي: مونږ له اقتصادي ستونزو سره سره هڅه کړې، چې پر ایدز له اخته کسانو سره مرسته وکړو.                 

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله، پر ایدز د اخته ناروغانو شمېر ډېر لږ دی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکی محمد اختر وایي: تر دې مهاله پر ایدز د اخته ۳۲۹۲ کسان تشخیص شوی، چې ۲۷ سلنه یې له خپلې ناروغۍ خبر ول او ۹ اعشاریه ۵  سلنه نور یې بیا د درملنې لاندې دي.

پر ایدز اخته ناروغ محمد ادریس د تخصصي شفاخانو نشتوالی، د درملو کموالی او د خلکو ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وایي: اووه کاله کیږي، چې پرې اخته شوی یم؛ خو دا ناروغي روانه درملنه غواړي، چې په افغانستان کې تخصصي روغتون، درمل او دارو د ناروغانو سترې ستونزې دي.

د ایدز یو بل ناروغ عبدالسمیع وایي: له ناروغۍ مو لس کاله تېر شوي او له ډېرو ستونزو سره مخ یم. مونږ د دې ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري روغتون او درملنې ته اړ یوو، چې دمګړۍ دا آسانتیاوې نلرو.         

د معلوماتو له مخې، د نړۍ ۴۰ اعشاریه یو میلیون کسان پر ایډز اخته دي او هر کال یو اعشاریه پېنځه نوي ناروغان ور زیاتیږي.

په تېر کال کې له دې ناروغۍ ۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او هر کال له ټولو اخته کسانو ۲۷ سلنه یې له دې ناروغۍ رغېږي.

Trending

Exit mobile version