روغتيا
په افغانستان کې ۵.۳ میلیون ماشومان ته د ګوزڼ واکسین کیږي
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ۲۰۲۳ کال د ګوزڼ واکسین له پيلېدو خبر ورکړ.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر د دوشنبې پر ورځ د سلواغې درېیمه) رسنیو ته ویلي، چې په دې کمپاین کې به د کابل په ګډون د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالۍ کې له پېنځه کلونو ټیټ عمره ۵.۳ میلیون ماشومانو ته واکسین پلی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کمپاین به تر راتلوونکې پنجشنبې پورې د څلورو ورځو په بهیر کې پای ته ورسیږي.
د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د پولیو یا ګوزڼ واکسین د کمپاین پیلېدو پر مهال له کورنیو څخه غوښتي، چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې د پولیو له روغتیايي ډلو سره مرسته وکړي.
قلندرعباد زیاته کړې، چې افغانستان د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی دی.
هغه څرګنده کړې؛ مونږ هیله من یوو، چې د ۲۰۲۳ ز. کال ترپایه خپلې موخې ته ورسیږو او د پولیو د پېښو د صفر کیدو لیدونکي شوو.
روغتیا وزارت زیاتوي؛ په ۲۰۲۲ ز. کال کې مو د پولیو واکسین ۹ پړاوه پر بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
دې وزارت دا هم ویلي، چې په افغانستان کې تېر کال د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې یوه یې په پکتیکا او بله یې په کونړ ولایت کې وه.
د نړیوالې اړوند ټولنو د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې ګوزڼ یا پولیو په یو ځای کې وي؛ دا ناروغي به ټولو سیمو ته یو ګواښ وي.
