تازه خبرونه

په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته د امریکایي ځواکونو د شمېر راټیټیدل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان ویلي، چې دې هېواد په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی دی.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان جنرال کنټ مک کنزي تېره ورځ په یوه ویډیوي کنفرانس کې په ډاګه کړې، چې د دغو ځواکونو د کچې ټيټوالی د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې رامنځته شوی دی.  

د روان کال د فبرورس پر ۲۹ په قطر کې امریکا او طالبانو د افغانانو تر منځ د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړی دی.

د دغې پرېکړې له مخې؛ امریکا له طالبانو سره د هوکې له لاسلیک وروسته په ۱۳۵ ورځو کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۲۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راټیټوي او دغه راز طالبانو هم ژمنه کړې، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.

دې امریکایي جنرال ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل د طالبانو له هڅو سره پوره تړاو دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سرتېرو د پوره وتلو شرطونه دادي: مونږ باید ډاډمن شو، چې پر خاوره مو( امریکا) له افغانستان څخه ترهګریز بریدونه نکیږي.

 د ناټو عمومي منشي هم تېره ورځ په یو ویډیوي کنفرانس کې څرګنده کړی وه، چې طالبان باید د هغو ژمنو پر پلي کولو عمل وکړي، چې له امریکا سره یې په هوکړه کې پرې ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، چې: زه ډاډمن یم، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ لار سیاسي حل او د افغانانو په واک او مشرۍ د سولې خبرې دي؛ ځکه، چې خپلمنځي خبرې ټولو ته ډېرې اړینې دي.

د ناټو د ټینګار له مخې؛ دا ټولنه د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي او دا ډاډ هم څرګندوي، چې له بل هر وخت ډېر د سولې خپلمنځي خبرو ته نږدې شوي یو.

Trending

Exit mobile version