تازه خبرونه

په افغان سوله کې د پاکستان رول د ارزښت وړ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

که پاکستان د افغانستان حاکمیت ته احترام ونه کړي نو ښه شریک به نه وی. د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي ريک لارسن له اریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول ډېر د ارزښت وړ دی.

د امریکا دغه قانون جوړوونکی همدارنګه وایي د افغانستان حکومت ته اصلي ګواښ داعش ډله نه بلکې طالبان دي. د ناامنیو ډېرېدو او په اوړي کی د ترهګرو د حملو له احتمال سره سم په افغانستان کې د امریکا د سنا غړي ریک لارسن له آریانانیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان حکومت باید د طالبانو ګواښ جدي ونیسي.

امریکا د مشرانو جرګې غړی ریک لارسن وایي: “زه فکر کوم چي په لومړي سر کې به طالبان افغانستان ته لوی ګواښ وي دا ګواښ له طالبانو او حقاني شبکي څخه راپورته کېږي او همدارنګه د داعش رول په افغانستان کې نوی او لا ډېر کوچنی دی خو بیا هم په ځانګړې توګه د افغانستان په ختيځ کې د پراختیا په حال کې دی.فکر کوم چې امریکا او افغانستان اوس پوه شوي او په هماغه اندازه چې امریکا غواړي داعش هر ځای ولټوي او پسې لاړ شي نو افغانستان هم یو له هغو ځایونو څخه دی چې داعش په کې د ودې په حال کې دی او امریکا باید په افغانستان کې داعش په نښه کړي، داسې نه چې بيا د افغانانو له پاره په يوه ستره ستونزه بدل شي.”

همداراز د امریکا دغه قانون جوړونکي په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو او په دې خاوره کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه زیاتوی: “د پاکستان په استخباراتو کي ځیني کړي شته چي له طالبانو څخه په پاکستان کی ملاتړ کوي خو زه تاسو ته نه شم ویلای چی دا د پاکستان سیاست دی، خو د ستونزو یوه برخه دا ده چې که د پاکستان پوځ له طالبانو ملاتړ کوي نو همدا ستونزه بس ده، خو زه وایم چی د افغانستان دولت نه باید د خپلو ټولو ستونزو پړه پر پاکستان واچوي په افغانستان کې طالبان شته دي. پټنځایونه يې په افغانستان کې شته او داسې کارونه دي چې د افغانستان دولت نه شي کولای ترسره يې کړي خو بايد هڅه وکړي او ترسره يې کړي، نو کله چې ماته وویل شول، پاکستان ستونزې جوړوي دا کافی نه ده، افغانستان باید خپلې ستونزې اداره کړي دا هغه موارد دي چې د افغانستان له دولت سره مو په کنګره کې پرې بحث وکړ.”

د امریکا دا قانون جوړونکي همدارنګه د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول با ارزښته بولي او فکر نه کوي چی پاکستان افغانستان ته درناوی ولري.

Trending

Exit mobile version