تازه خبرونه

په افغان نړیوال پوهنتون کې دې پاکستاني استادان تدریس وکړي – ندا محمد ندیم

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۲

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې له پاکستاني استادانو وغوښتل، چې په افغان نړیوال پوهنتون کې دې تدریس وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت په خبرپاڼه کې، چې د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ څلیریشتمه  ) خپره شوې راغلي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او اکادمیکو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي د پاکستان له سفیره وغوښتل، چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزې د ستونزو په حل او په ځانګړي توګه افغان نړیوال پوهنتون کې د تدریس لپاره د پاکستاني استادانو د رااستولو په برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني ویلي، چې دغه غوښتنې به د خپل حکومت اړوند ادارو ته وړاندې کړي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راشي او دا مسایل به هم ورته وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version