پرمختګ او بشپړتیا

په افغا نستان كې د بهرنيو كمپنيو تړونونه راڼه نه دي- زلالي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د تطبيق د څارنې عالي ادارې چار واكي وايي، چې:

په افغا نستان كې د بهرنيو كمپنيو تړونونه راڼه نه دي اوپه پراخه پيمانه فساد په كې ليدل كيږي.

دوى وايي، چې:

كه حالات همداسې دوام وكړي د افغان دولت حاكميت به تر پوښتنې لاندې راشي.

له اداري فساد سره د مبازي د ستراتيژۍ د تطبيق د څارني عالي ادارې مرستيال عبدالرزاق زلالي وايي، چې:

له آيساف سره يې داسې تړون لاسليك كړى، چې له مخې به يې په افغانستان كې د كورنيو او بهرنيو كمپنيو فعاليتونه و څاري.

د هغه په وينا د لومړنيوڅېړنو له مخې دوى ته جوته شوې، چې د بهرنيو كمپينو په فعاليتونو او تړونونو كې پراخ فساد موجود دى.

دوى سپارښتنه كوي، چې:

له دې وروسته بايد دا ډول تړونونه افغانانو ته وسپارل شي.

زلالي وويل، چې:

كه حالات همداسې دوام وكړي؛ نو وېره شته، چې په افغانستان كې د قانون حاكميت له منځه ولاړ شي او خلك به له دولت څخه واټن ونيسي او و سله وال مخالفين به پياوړي شي.

هغه همداراز وويل، چې:

د فساد مافيا تل هڅه كوي، چې د دولت او نړيوالي ټولني ترمنځ اختلاف رامنځته كړي، چې دوى خپلو موخوته ورسيږي .

دوى وايي، چې:

د ځينو لويو پروژو او تړونونو له لومړنيو څېړنو ورته جوته شوې، چې نيمگړتياوې موجودې دې ؛ خو شفافيت وجود نلري.د مسوولينو په وينا په تېرو لس كلونو كې له افغانستان څخه د نړيوالو مرستو اتيا په سلو كې د بهرنيانو او پاتې شل په سلو كې د افغانانو لخوا لگيدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version