لوبی
په المپیک سیالیو کې د افغانستان کرکت د ګډون پرېکړه به د المپیک نړیواله کمیته وکړي- الاردایس
د کرکت نړیوالې شورا اجرائیوي رییس جیف الاردایس ویلي، چې د ۲۰۲۸ ز.کال د لاس انجلس په المپیک سیالیو کې د افغانستان کرکت لوبډلې د ګډون پرېکړه د المپیک نړیوالې کمیتې په لاس کې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د ښځينه کرکت لوبډلې د نهشتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
د روان کال په اکتوبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمیتې د ۲۰۲۸ ز.کال د لاس انجلس المپیک سیالیو ته شل اوریز کرکت لوبه د سپورتي څانګې په توګه ورزیاته کړه.
د کرکت نړیوالې شورا د نرینهوو او ښځینهوو په څانګو کې د شپږ لوبډلو د سیالیو وړاندیز کړی، چې د المپیک نړیوالې کمیتې لخوا تصویب شو.
د اولمپيک لوبو تنظيموونکیو په اولمپيک لوبو کې پر جنسيت ټينګار کړی، چې په انفرادي او ډلهييزو لوبو کې د دواړو جنسونو شتون ته اړتيا لري. افغانستان تر اوسه د ښځو کرکت لوبډله نهلري.
الاردایس بي بي سي ته څرګنده کړې: اولمپیک لوبو ته لوبډلې د هېوادونو د ملي المپیک کمیتې لهخوا استول کېږي. د یو نړیوال سپورت فدراسیون په توګه؛ مونږ هم خپل سپورت د ۲۰۲۸ لاس انجلس اولمپیک له تنظیم کوونکیو سره د شاملولو لپاره شریک کوو. په المپیک نړیوالې کمیته کې کرکت هم شامل دی. د افغانستان المپیک ملي کمیتې د دریځ په اړه دا هغه څه دي، چې د کرکت نړیواله کمیته یې تر ما ډېر دقیق ځواب وړاندې کولی شي؛ خو زه پوهیږم، چې دوی هلته پرمختګونه څاري. د کرکت په اړه زمونږ دریځ او د خپل غړي افغانستان ملاتړ د نړیوالو سپورتي ټولنو پر ضد نهدی.