سیمه ییز خبرونه
په امريكا كې آسيايي اوسيدونكيو د نوروز مراسم تر سره كړل
په امريكا كې د آسيايي هېوادونو د فرهنگي حوزې اوسيدونكيو د نوروز اړوند مراسم تر سره كړل.
د نوروز په دغو مراسمو كې واشنگتن ميشتوافغانانو، ايرانيانو، د مركزي آسيا اوسيدونكيو او بهرنيو سفيرانو گډون كړى و.
په واشنگتن كې فرهنگي او ديپلوماتيكو چارواكو، ځوانانو او عامو وگړيو د نوروز مراسم له خوښيو ډك كړل.
د دغو مراسمو گډونوالو د نوروز مراسم نه يوازې آريايي فرهنگ وگاڼه، بلكې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو كې يې د بشريت د يو غوړيدلي فرهنگ په نوم هم ياد كړ.
په دې مراسمو كې د بېلابېلو هېوادونو د ټنگ ټكور او نڅا د نندارې تر څنگ د دغو هېوادونو لاسي صنايع هم نندارې ته وړاندې شول.
نوروز د افغانستان، ايران او مركزي آسيا د هېوادونو يو پخوانى پسرلنى جشن دى، چې هر كال په ځانگړيو مراسمو نمانځل كيږي.
د يادونې وړ ده، چې ملگرو ملتونو څلور كاله وړاندې نوروز د نړۍ د يو فرهنگي جشن په توگه په رسميت پېژندلى دى.