سیمه ییز خبرونه
په امريكا كې افغان لاريونكوونكيو د امنيتي تړون د لاسليك غوښتنه وكړه
په امريكا كې يو شمېر ميشتو افغانانو له ولسمشر حامد كرزي غوښتي، چې له امريكا سره امنيتي تړون ژر ترژره لاسليك كړي.
دغو كسانو د سپينې ماڼې مخې ته د يوه لاريون په ترڅ كې څرگنده كړې، چې كه ولسمشر حامد كرزى نه غواړي دا سند لاسليك كړي؛ نو دفاع وزير ته دې مسووليت وسپاري.
په امريكا كې ميشت افغان صديق متين خبردارى وركوي كه، غوښتنو ته مو پاملرنه ونه شي؛ نو په افغانستان كې به هم لاريونونه وكړي.
په امريكا كې ميشت افغان گلبار قيام د امنيتي سند لاسليكول د افغانستان په گټه گڼي او وايي:
له دې سره به د افغانستان په كورنيو چارو كې د پاكستان او ايران لاسوهنه بنده شي.
نوموړى ادعا كوي، چې د سند نه لاسليك د آى اس آى د پټو لاسوهنو ښكارندويي كوي.
افغان ولسمشرحامدکرزي ویلي، دغه تړون به هله لاسلیک شي، چې امریکا د افغانانو پر کورنو عملیات بند کړي او له طالبانو سره عملي سولې ته لار پرانیزي.