نړۍ
په امريكا كې د اقتصادي سيټم پر ضد پيل شويو نيوكو نړيواله بڼه خپله كړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې د اقتصادي سيسټمونو پرخلاف نيوكې مخ په زياتېدو دي.
د دغو اعتراضونو په دوه يمه ورځ د امريكا په نيويارك، د كاناډا په تورنټو، د انگلستان په لندن او د نيو زيلانډ په اوكلنډ ښارونو كې د اقتصادي سيسټمونو پر خلاف اعتراضونه شوي دي.
رپوټونه وايي، چې:
په دې لړكې د امريكا په ټايمزډگر او واشنگټن كې اويا تنه نيول شوي دي.
د امريكا پخوانى سياستوال جسي جكسون وايي، چې:
د گوتو په شمېركسان ښه ژوند لري؛ خو گڼ شمېر بيا له دغو امكاناتو ليرې دي.
ويل كيږي د امريكا په زياترو ښارونو كې لاريونونه شوي دي.
لاريون كوونكي او اعتراض كوونكي غوښتنه كوي، چې سياستوال بايد د هېوادونو د اقتصادي برخې د سمون لپاره په زړه پورې اقدامات وكړي.