نړۍ
په امريكا كې د سعودې عربستان د سفير وژنې په تور دوه ايرانيان نيول شوي
امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې:
د ایران پر ضد به نور اقدامات هم وکړي. دا خبره له هغې وروسته شوې، چې امریکايي چارواكو وویل:
دوی د دوه کسانو هغه توطیه شنډه کړه، چې ویل کیږي د ایران له حکومت سره یې اړیکه درلوده او غوښتل یې، چې په متحد ایالاتو کې د سعودي عربستان سفیر په قتل ورسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه ناسم او بې اساسه بللي دي.
د متحد ایالاتو چارواکي وايي:
په دې توطیه کې دوه ایراني وگړو لاس درلود، چې د مکسیکو د نشه یي توكو د یوې ډلې په مرسته په واشنگټن کې د سعودي عربستان پرسفیر، عادل الجبیر بريد وکړي.
امریکايي چارواكو په دې دوسيه كې شپږپنځوس کلن ارباب سیار، چې د متحده ایالاتو تابعیت لري او ورسره ایراني او امریکايي پاسپورټونه موجود دي اوغلام شاکري، چې په ایران کې د قدس د ځواک غړیتوب لري، تورن بللي دي.
د قدس ځواک د ایران د اسلامي انقلاب د گارډ یوه څانگه ده.