نړۍ
په امريکا کې يو کس لسګونه کرسمس نمانځونکي پر موټر وهلي
د امریکا د وسکانسن ابالت پولیسو ویلي، چې یو کس د ښځو او ماشومانو په ګډون د کرسمس نمانځونکي پر موټر وهلي، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
پوليسو ويلي، چې پېښه د ياد ایالت د واوکیشا په ښار کې تېر مازیګر مهال رامنځته شوې ده.
پوليسو پر موټر ډزې کړي او له ډزو وروسته یې شکمن موټر د میلواکي د لویدیځ په شاوخوا ۳۲ کیلومټرۍ کې له پېښې وروسته نیولی دی.
شکمن موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوی دی.
پوليس وايي، په دې پېښه کې د تلفاتو پوره شمېر په ډاګه شوی ندی؛ خو ویل کیږي، چې ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د عيني شاهدانو له ویډیوي خپرونو ښکاري، چې پر موټر ډېر کسان وهل شوي او بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې ډېری قربانیان د کاټولیک کلیسا د ښوونځي زدکوونکي دي.
د یادونې ده، چې تر دې دمه دا هم معلومه نده، چې پېښه له ترهګرۍ سره تړاو لري او کنه نه.
نړۍ
له چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر؛ سره له دې، چې د نړۍ د دوه لویو ځواکونو ترمنځ یې نسبي آرامه فضا رامنځته کړه، له کومو سترو اقتصادي هوکړو یا اړینو پرمختګونو پرته پای ته ورسېد.
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
شنونکو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال له سختو سوداګریزو کړکېچونو او د امریکا له درندو تعرفو وروسته؛ دې لیدنې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نسبي ثبات راوستی دی.
ډونالډ ټرمپ په دې سفر کې له یو شمېر نومیالیو امریکایي سوداګرو(د ټسلا مشر ایلان ماسک او د انویډیا اجرائیوي مدیر جنسن هوانګ ) سره بېجینګ ته ولاړ؛ خو کومې سترې اقتصادي هوکړې رسمي اعلان نهشوې.
د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د بوئینګ الوتکو د خرڅلاو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي، خو د تړونونو کچه له تمو لږ وه.
دې غونډې د ایران اړوند جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین ښکاره ژمنتیا ترلاسه نهکړه، چې نړیوال بازار او د ټرمپ داخلي محبوبیت یې اغېز کړی دی.
د چین چارواکو خبرې اترې «جوړوونکې او سټراټیژیکې» بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د اوږدمهاله سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي.
کارپوهانو ويلي؛ دې غونډې وښوده، چې واشنګټن او بېجینګ له پخوا ډېر د اوږدمهاله سیالۍ واقعیت منلی او بېرته پخوانۍ نږدې همکارۍ ته د ستنېدا شونتیا کمه شوې ده
نړۍ
د اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
د اسرائیل دولتي دفاعي شرکت تومر ویلي؛ هغه ستره چاودنه، چې د شنبې پر ماښام د بیتشمش ښار ته نږدې شوې، د یوې کنټرول شوې او له مخکې پلان شوې آزموینې برخه وه.
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې؛ له چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګی ښکاري. د چاودنې غږ په شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
تومر شرکت زیاته کړې، دا پېښه یوه «له مخکې پلان شوې آزموینه» وه او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شوې ده.
نړۍ
چین ته د ټرمپ سفر؛ شي جینپینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ
شي جینپینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.
د چین ولسمشر شي جینپینګ د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره په بیجینګ کې د دوه ورځنۍ غونډې له پیل سره هممهاله څرګنده کړې، چې دواړو لوریو په سوداګریزو خبرو اترو کې مثبت پرمختګونه کړي دي.
شي جینپینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.
د چین دولتي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو کاري ډلو لومړنیو خبرو «متوازنې او مثبتې» پایلې لرلې دي. ویل کېږي، چې د دغو خبرو موخه د سوداګریز اوربند ساتل او د نورو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابرول دي.
ټرمپ هم په دې لیدنه کې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو له ښهکېدا هرکلی وکړ او څرګندوي، دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پراخه همکاري ولري.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ ترڅنګ د ایران، تایوان او د ټکنالوژۍ په اړه د همکاریو په څېر مهم موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.
ټرمپ هڅه کوي، چین وهڅوي، چې د ایران د کړکېچ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي؛ خو شنونکي وایي، بیجینګ ښایي پر تهران د جدي فشار له راوستلو ډډه وکړي.
دغه راز د تایوان مسئله هم د دې غونډې له حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. چین یو ځل بیا تایوان ته د امریکايي وسلو له پلور سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی او دا یې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
کارپوهان باور لري، چې په نړیوالو معادلو کې د چین دریځ د پخوا پر پرتله پیاوړی شوی او اوس د واشنګټن او بیجینګ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې سیالي او همکاري په یو وخت کې مدیریت کړي.
-
سوداگري4 days agoپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
-
لوبی2 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا فضلالرحمن
-
تازه خبرونه1 day agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د ښځو ګډون مهم دی – د بریټانیا استازی
-
سوداگري5 days agoچینايي او ازبکستاني پانګهوالو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده
