نړۍ
په امريکا کې يو کس لسګونه کرسمس نمانځونکي پر موټر وهلي
د امریکا د وسکانسن ابالت پولیسو ویلي، چې یو کس د ښځو او ماشومانو په ګډون د کرسمس نمانځونکي پر موټر وهلي، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
پوليسو ويلي، چې پېښه د ياد ایالت د واوکیشا په ښار کې تېر مازیګر مهال رامنځته شوې ده.
پوليسو پر موټر ډزې کړي او له ډزو وروسته یې شکمن موټر د میلواکي د لویدیځ په شاوخوا ۳۲ کیلومټرۍ کې له پېښې وروسته نیولی دی.
شکمن موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوی دی.
پوليس وايي، په دې پېښه کې د تلفاتو پوره شمېر په ډاګه شوی ندی؛ خو ویل کیږي، چې ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د عيني شاهدانو له ویډیوي خپرونو ښکاري، چې پر موټر ډېر کسان وهل شوي او بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې ډېری قربانیان د کاټولیک کلیسا د ښوونځي زدکوونکي دي.
د یادونې ده، چې تر دې دمه دا هم معلومه نده، چې پېښه له ترهګرۍ سره تړاو لري او کنه نه.