نړۍ

په امریکا او اروپاکې کې د ټرمپ ضد لاریونونه وشول

همچنان صدها نفر روز شنبه در شهرهای مختلف اروپا علیه رئیس‌جمهور ایالات متحده، دونالد ترمپ، و مشاورش ایلان ماسک تظاهرات کردند؛ تظاهراتی که در پی یک هفته پرتنش برای بازارهای مالی پس از اعلام تعرفه‌های جهانی گسترده توسط ترمپ برگزار شد.

Published

on

د شنبې پر ورځ په امریکا او څو نورو هېوادونو کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر داسې لاریونونه ترسره شول، چې تنظیموونکي یې د ټرمپ د دوه‌یمې دورې له پیل راپدېخوا د ډونالډ ټرمپ او د هغه د میلیارډر ملګري ایلان ماسک پر وړاندې د یوې ورځې ترټولو پراخ لاریون ګڼي.

په واشنګټن کې، چې د آسمان ورېځ او باراني و؛ زرګونه خلک د ښار مرکز ته راغلل. تنظیموونکو رویټرز ته ویلي، چې تمه لري له ۲۰ زره څخه ډېر خلک به په ملي ډګر کې د لاریون برخوال وي.

دا لاریونونه د ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو لړۍ ته یو ګډ غبرګون دی. په دې پروګرامونو کې له ۱۵۰ څخه زیاتو فعالو ډلو برخه اخیستې ده. لاریونونه د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو همدارنګه په کاناډا او مکسیکو کې هم پلان شوي وه.

د واشنګټن ډي سي په کانټیکټ کې لاریونکوونکي د “مونږ په امریکا کې پاچا نلرو” او “ماسک تبعید کړئ” شعارونه پورته کړل او ښار ته د تللو لپاره بسونو ته ولاړ ول.

د نیو جرسي له پرنسټون څخه یو متقاعد ساینس پوه ټري کلاین ویلي، چې هغه واشنګټن ته د کډوالۍ، DOGE اصلاحاتو، تعرفو، تعلیم او نورو مسلو په اړه د ټرمپ پر پالیسیو د اعتراض لپاره راغلی دی. هغه ویلي: “زمونږ ټول هېواد تر برید لاندې دی او ټول هغه بنسټونه، چې امریکا یې جوړه کړې ده.”

ډیویډ مډن، چې ۷۵ کلن متقاعد پوځي او پخوانی وکیل د اوهایو له ډیټون څخه په لاریونونو کې د ګډون لپاره راغلی او وایي: “بې عدالتي، په عدلي نظام کې ګډوډي، او بنسټيزې نژادپرستي مونږ سړک ته د راوتلو لپاره اړ کړي یوو.”

له هغه وخته، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راستون شو؛ د ایلان ماسک پر مشرۍ د حکومت د اصلاحاتو ډلې له ۲۰۰ زره څخه ډېرې فدرالي دندې له منځه وړي دي. یوازې د جمعې پر ورځ د امریکا مالیاتو ادارې (IRS) له ۲۰ زره څخه ډېر کارمندان ګوښه کړل.

په سلګونو خلک د شنبې پر ورځ بالټیمور ته نږدې د ټولنیز امنیت ادارې ودانۍ مخې ته راټول شول، چې د تقاعد او معلولیت ګټو ورکولو مسوولیت لري. ځینو لاریون کوونکو شعارونه لکه “زما هېواد چیرته دی؟”، “ډاګی وشړئ”، “ماسک مریخ ته واستوئ” او “ټولنیز امنیت ته لاس مه وروړئ!” لېږدول

لینډا فالکاو هغه ښځه ده، چې په دوه راتلونکو میاشتو کې به ۶۵ کلنه شي؛ خلکو ته وویل: “زه له ۱۶ کلنۍ راپدېخوا ټولنیز امنیت ته پیسې ورکوم.” زه وېرېږم، غصه یم، حیرانه یم، چې دا په امریکا کې هم کېدای شي. زه له دې هېواد سره مینه لرم؛ خو زړه مې مات دی. زه خپلې پیسې غواړم او خپلې ګټې غواړم!”

د ټرمپ ډېری پلانونه د قانوني دعوو له کبله ننګول شوي دي؛ په دې کې د حکومتي کارمندانو د ګوښه کولو، د کډوالو د شړلو او د جنس بدلوونکو د حقونو د لغوه کولو هڅې شاملې دي.

په اروپايي ښارونو کې هم سلګونو کسانو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ.

د شنبې پر ورځ په سلګونو کسانو د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د سلاکار ایلان ماسک پر ضد لاریونونه وکړل. دا لاریونونه د مالي بازارونو لپاره له یوې سختې اوونۍ وروسته وشول. کله، چې ټرمپ په نړیوالو بازارونو کې پراخې تعرفې اعلان کړې.

د جرمني په فرانکفورټ کې د ډیموکراټانو لاریونونو “لاسونه لنډ کړئ!” ، چې د امریکا د ډیموکرات ګوند د بهرمیشتو امریکایانو رسمي ټولنه ده.

په برلین کې لاریون کوونکو د ټسلا نندارتون مخې ته راټول شول او په لاسونو کې یې داسې شعارونه لرل، چې په جرمني کې میشتو نورو امریکایانو څخه یې په هېواد کې د “ګډوډۍ پای ته رسولو” لپاره د لاریون غوښتنې وکړي.

د فرانکفورت په اپرا چوک کې د ډیموکراټانو د بهرنیو ډلو غړو د امریکا د ولسمشر د استعفا غوښتنه وکړه. د دوی شعارونه دا ول: “ډیموکراسي بېرته راوړئ،” “زمونږ له شخصي معلوماتو لرې اوسئ،” او “نړۍ ستاسو له بې معنی خبرو ستړې شوې ده، ورک شه ډونالډ ټرمپه!”

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې شاوخوا ۲۰۰ کسان، چې ډېری یې امریکایان ول؛ په ریپوبلیک ډګر کې راټول شول او د ټرمپ پر ضد یې شعارونه ورکړل. ځینو یې ویناوې وکړې او بینرونه یې نیولي وه، چې “د ظلم پر وړاندې مقاومت وکړئ”، “د قانون حاکمیت”، “د آزادۍ لپاره فیمینستان، نه فاشیزم”، او “ډیموکراسي وژغورئ” شعارونه یې پورته کړل. له لاریون کوونکو څخه یو یې د باب ډیلن مشهوره سندره “جنګسالاران” سندره وویله او ترسره یې کړه.

د ټرمپ او ماسک پر ضد مظاهرې د لندن او لیسبون په ګډون په نورو اروپايي ښارونو کې هم وشوې.

د بریټانیا په پلازمېنه کې څو سوه خلک په ټرافالګار چوک کې راټول شوي وه، د “ویاړلی امریکایی، شرمیدلی” او ” له امریکا سره څه ستونزه ده؟” لیکل شوي بل بورډونه یې درلودل او لېږدول. خلکو شعارونه ورکول: ” له کاناډا لاس واخلئ،” “له ګرینلینډ لاس واخلئ” او ” له یوکراین لاس واخلئ،” په داسې حال کې، چې د ټرمپ د پالیسیو په اړه یې ویناوې اوریدلې.

Trending

Exit mobile version