نړۍ

په امریکا کې بړبوړکیو مالي او ځاني زیانونه اړولي

Published

on

امریکايي چارواکو ويلي؛ د امریکا په څو ایالتونو کې بړبوړکیو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د راپورونو له مخې، د توپان له کبله ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د کینټکي والي انډي بشیر ویلي، چې تېره شپه په دې ایالت کې لږ تر لږه څلور بړبوړکۍ راوتلي، چې په لسګونه ښارونو کې یې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

انډي بشیر پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، چې ښايي د مړو شمېر له ۵۰ څخه ۱۰۰ ته لوړ شي.

هغه زیاته کړې: راپورونه غونی ځیږوونکي او اندېښمنوونکي دي. دا د کینټکي ایالت په تاریخ کې ترټولو سخته شپه وه او ځینې سیمې داسې ویجاړې شوي، چې ویل یې سخت دي.

د راپور له مخې، تر ټولو ډېر مالي زیانونه د لویدیځ کینټکي په میفیلډ ښارګوټي کې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د ډیوه جوړولو د فابریکې د چت له نړېدو وروسته شاوخوا ۱۱۰ کسان په سیمه کې بند پاتې دي.

هغه څرګنده کړې: پېښه خواشینوونکې ده. مونږ باور لرو، چې لسګونه کسان به له لاسه ورکړو.

دغه امریکايي چارواکي بېړنی حالت اعلان کړی او د ملي ګارد لسګونه سرتېري یې ځپلیو سیمو ته د مرستې لپاره لېږلي دي.

سربېره پردې د ایلونای ایالت پولیسو د امازون شرکت د یوې زیرمې د چت له نړېدو خبر ورکړی او وایي،  چې مرګ و ژوبله هم لري.

د ټینیسي ایالت د بېړنیو حالاتو د ادارې یوه ویاند ویلي، په دغه ایالت کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې په ارکنزاس ایالت کې د زاړو خلکو د یوې خونې د چت د نړېدو له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.

د ملي هوا حالاتو د وړاندویېنې ادارې څرګنده کړې؛ په الونای، کینټکي، میسوري، ټینیسي او آرکنزاس ایالتونو کې لږ تر لږه ۳۶ بړبوړکۍ رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version