نړۍ
په امریکا کې د الوتکې راغورزېدو مرګ و ژوبله رامنځته کړې
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د کالیفورنیا په ایالت کې د یوې کوچنۍ الوتکې د غورزېدو له کبله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ویل کیږي په پیښه کې دوه کورونو اور اخیستی دی.
پېښه د کالیفورنیا د سان ډیاګو د استوګنې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې یو شمېر کورونو ته مالي زیان هم اوښتی دی.
د متحده ایالاتو د اور وژنې څانګې ویلي، چې د مړیو شمېر ممکن له دوه څخه ډېر وي.
د پېښې په اړه نور جزئیات خپاره شوي ندي.