د هوا حالاتو بدلونونه

په امریکا کې د ایان نومي بحري توپان ځاني زیانونه لسګونه کسانو ته رسېدلي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۱)

 د امریکا فلوریدا او کارولینا ایالتونه د ایان نومي توپان له کبله ډېر ځپل شوي او لسګونه کسانو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

سپینې ماڼۍ څرګنده کړې، چې د امریکا ولسمشر جوبایدن به د روانې اوونۍ په پای کې فلوریدا ته د سفر پرمهال د زیانونو ارزونه وکړي.

دغه توپان څو ورځې مخکې په کیوبا کې پیل شو او د امریکا په سویل ختیځ کې د فلوریدا ایالت له ځپلو وروسته اوس شمالي او سویلي کارولینا ایالتونو ته رسیدلی دی.

د امریکا د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي، چې د توپان له کبله تر اوسه په فلوریدا او کالورینا کې له ۴۴  ډېر کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه راز لسګونه زره ساحلي کورونه زیانمن شوي او لسګونه زره نور په اوبو کې ډوب شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند کارین ژان پیر ویلي؛ ایان نومی بحري توپان تر ټولو ځواکمن او ډېر زیان رسوونکی دی، چې تند باد او باران هم ورسره مل دی.

په فلوریډا او سویلي کارولینا کې مسوولین د ژوندي پاتې شویو او مړیو پسې ګرځي؛ ځکه، چې سلګونه زره کورونه د اوبو لاندې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي، ښایي د دې توپان له کبله لس ګونه میلیارد دالر زیان رسیدلی وي او د بیا رغونې چارې ښایي څو میاشتې وخت ونیسي.

بایدن وایي: دا نه یوازې د فلوریدا لپاره، بلکې د امریکا لپاره یو ستر ناورین دی.

د امریکا په جنوب ختیځ فلوریدا ایالت کې له دوه میلیون او پېنځه سوه زره څخه ډېر اوسېدونکي د ایان نومي توپان له رارسېدو مخکې له خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې په فلوریدا کې تر ۴۷ میلیارد دالرو پورې زیان اوښتی وي.

ویل کیږي، چې اورلین نومی یو نوی توپان د مکسیکو له سواحلو راوتلی او تمه ده، چې په راتلونکیو ورځو کې یې چټکتیا نوره هم ډېره شي. ساینس پوهان پدې باور دي، چې د انسانانو لخوا د اقلیم بدلون په ټوله نړۍ کې د چټکو توپانونو علت دی.

Trending

Exit mobile version