تازه خبرونه
په امریکا کې د رالوېدلې الوتکې افغان پیلوټ د ښوونکي مشوره له پامه غورځولې وه
د امریکا د ترانسپورت ملي خوندیتوب بورډ څرګنده کړې: د افغان هوايي ځواک د پخواني پیلوټ لوتکه ، چې په اوریګون ایالت کې د روزنیزې الوتنې پر مهال رالوېدلې وه؛ د ښوونکي مشوره له پامه غورځولې او د هوا د خرابوالي له کبله هوايي ډګر ته راونهګرځېده.
دوه اوونۍ مخکې د دغې روزنیزې الوتکې د لوېدو په پېښه کې درې کسان، چې ټول پخوا په افغانستان کې د پوځ پیلوټان ول؛ مړه شول.
د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې؛ د امریکا د ترانسپورت ملي خوندیتوب بورډ د جمعې پر ورځ په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د الوتکې پاتې شوني او انجن ښیي، چې د الوتنې پر مهال کومه تخنیکې ستونزه رامنځته شوې نهده.
په دې راپور کې راغلي؛ د الوتکې مالک پیلوټ ته اجازه ورکړې وه، چې الوتکه د خپلې ځانګړې شهادتنامې او د سوداګریزې الوتنې د پیلوټۍ سند د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.
د راپور له مخې؛ الوتکه لومړی د برښنا له ستنې سره ټکر شوه او بیا ترې د ۱۸ مټرۍ په واټن کې راولوېده.
له ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا له ۱۴۰۰ ډېر افغانان د امریکا په اوریګون ایالت کې د کډوالو په توګه میشت شوي دي.