نړۍ

په امریکا کې د نشه یي توکو د قاچاق یو لوی تونل وموندل شو

Published

on

امریکایي چارواکو تېره ورځ څرګنده کړې؛ د امریکا یوې صنعتي سیمې ته له مکسیکو څخه ورتېره شوې د نشه یي توکو د قاچاق یوه داسې لویه تل لاره یا تونل موندلی، چې د فوټبال د ۶ میدانونو له اوږدوالي سره برابر دی.

اسوشیټیډ پرس راپور ورکړی، چې د مکسیکو له تیجوانا څخه د کلیفورنیا سان ډیاګو ته یوه داسې کېندل شوی تونل موندلی، چې پر اوسپنیزې لارې سربېره د هوا او برښنا سیسټمونه او ټینګ دیوالونه هم لري.

دا تونل د سان ډیاګو اوتای میسا پولې ته نږدې په یوه داسې سیمه کې کشف شوی، چې په تېرو دوه لسیزو کې دې ته ورته نور لسګونه پېچلي تونلونه موندل شوي دي.

د امریکا چارواکو ویلي؛ معلومه نده، چې دا تونل د نشه یي توکو د قاچاق لپاره څه وخت جوړ شوی دی. د ای پي د څرګندونو له مخې؛ د امریکایي چارواکو د پلټنو په پایله کې ۷۹۹ کیلوګرامه کوکاین، ۷۵ کیلوګرامه میټ او ۱.۶ کیلو ګرام هیرویین ترلاسه شوي دي.

دغه تونل د پولې په تر ټولو ډاډمنې او باوري برخه کې جوړ شوی دی، چې له سرحدي دیوالونو سره پرتله کېدلی نشي.

په سان ډیاګو کې د یوه جنایي ثبت شوي راپور پر بنسټ چارواکو د یوه کور له پلټنې وروسته د ښار د ترافیکو او سیمې پلټنه پیل کړه، چې د مخدره توکو د زېرمه کولو لپاره کارېده . ان، چې پولې ته نږې یې له کوکائینو ډک بکسونه وموندل.

فډرالي څارنوالانو ویلي، چې په دې توګه یې یوه تونل ورغلې لار وموندله.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له ۲۰۰۶ راهیسې له کالیفورنیا سره د مکسیکو په پوله کې شاوخوا ۱۵ نور پېچلي تونلونه هم موندل شوي دي.

Trending

Exit mobile version