تازه خبرونه
په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو رای شمېرنه روانه ده؛ خو دا بهیر ځنډنی ښکاري
د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ که څه هم نړۍ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په ډاګه کولو ته په تمه ده؛ خوکیدی شي ټاکنیزې پایلې د چارشنبې پرورځ اعلان نشي او وځنډیږي.
د ان پي آر په وینا؛ د کرونا ویرس له کبله سږنۍ ټاکنیزې رایې ورو شمېرل کیږي.
د دغه ویروس له کبله، ډپه ډېرو ایالتونو کې د رایې ورکولو اصول تعدیل شوي او برښنایي رایې ورکولو ته لاسرسی پراخه کوي او د خنډ و خنډ مخنیوی کوي.
ان پي آر څرګنده کړې؛ که د ټاکنو پر شپه ګټونکی اعلان نشي، نو وېره مه لرئ.
په حقیقت کې این پی آر ویلي، چې له ۵۱۸ څوکیو څخه د ۲۷۰ څوکیو د لرلو لپاره جمهوریت غوښتونکي او دیموکراتان ټینګې هڅې تر سره کوي.
د امریکا د دواړو نوماندانو تر منځې پر برښنایي رایو او شخصي رایو یو لړ اختلافات رامنځته شوي؛ جوبایدن د برښنایي رایو پلوي دی او دونالد ترمپ په برښنایي رایو کې د لاسوهنې شونتیا ویني.
