تازه خبرونه

په امریکا کې د ټاکنو د بهیر پروړاندې یو شمېراعتراض کوونکي نیول شوي

Published

on

د امریکا پولیسو څرګنده کړې، چې دوی د چارشنبې پر شپه ( د لړم ۱۴) په ټول هېواد کې د ټاکنیز بهیر په اړه لسګونه اعتراض کوونکي نیولي دي.

دغه اعتراضونه په یو شمېر ایالتونو کې د رای ورکولو د بهیر له بشپړیدو وروسته پیل شوي دي.

پولیسو زیاته کړې، چې دوی په پورتلیند او اوریګان ایالتونو کې یو شمېر کسان له وسلو او اوراچوونکیو وسایلو سره نیولي دي.

د اوریګان والي د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د اړوند ایالت ملي ګارد فعال کړی دی.

د پورتلیند پولیسو ويلي: دوی د لاریون پرمهال ۱۰ کسان نیولي؛ خو د نیویارک پولیس وايي، چې ۵۰ کسان نیول شوي دي.

په اتلانتا ، دیترویت، نیویارک او آکلیند کې هم اعتراض کوونکي سړکونو ته راوتلي او د نه شمېرل شويو رایو د شمېرنې غوښتنه یې وکړه.

د رویترز د څرګندونو له مخې، د کارګرانو شورا په ګډون له ۱۶۲ څخه د ډېرو سازمانونو لخوا رامنځته شوی ائتلاف غواړي، چې تر راتلونکې شنبې د اعتراضونو لړۍ له ۱۰۰ څخه د ډېرو ټاکنیزو حوزو اړوند سیمو ته وغزوي.

Trending

Exit mobile version