تازه خبرونه

په امریکا کې د پولیسو له تاوتریخوالي پراخ لاریونونه رامنځته شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۳۹۹)

د غربي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د لاریونکوونکيو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیست، چې یو تورپوستی جورج فلوید نومي د پولیسو تر څار لاندې ساه ورکړه.

له همدې کبله د امریکا څو ښارونو ته لارونونه وغزیدل او لاریونکوونکي په مینیاپولیس کې د پولیسو او ملي ګارد له پرېکنده غبرګون سره مخ شول.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا په څو ایالتونو کې د ملي ګارد ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي او ترې غوښتل شوي، چې په  ښارونو کې اعتراضونه ساړه کړي؛ خو خینو یې تاوتریخوالی رامنځته کړی دی.

د امریکا په نورو ښارونو کې ځانګړې پوځي هڅې تر سره شوي؛ خو لاریونکوونکي په ښکاره ترې وېره نلري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنتاګون ته امر کړی، چې پوځي پولیس د تیارسئ په حالت کې وساتي او وايي، چې کیدی شي دا پولیس د مینا سوتا ایالت ته ولیږل شي.

د یادونې ده، چې تور پوټکی جورج فلوید د دوشنبې پر ورځ له هغې وروسته ساه ورکړه، چې یو سپین پوټکي افسر دریک چووین نومي يې پر اورمېږ زنګون کیښود . ورپسې دغه افسر د قتل پر تور محکوم شو؛ خو په دې اړه هغه افسران، چې په ښکاره یې په دې قتل کې لاس درلود تر څارنې لاندې ونه نیول شول او له همدې کبله اعتراض کوونکي غواړي، چې په قتل کې د شاملو ۴  نورو  افسرانو تر نیولو به خپل اعتراضونه روان وساتي.  

Trending

Exit mobile version