تازه خبرونه
په امریکا کې د چینایي ” وي چت” په اړه اندېښنې ډېرې شوي
په امریکا کې د چینایي ټولنیزو رسنیو پر یاد وړ ” وي چت” خپرونې بندیز داسې اندېښنې راپورته کړي، چې د امریکا لپاره به خورا ګټورې پایلې ونلري.
کارپوهانو ويلي؛ د دې کار یوه منفي پایله په چین کې پر امریکایي شرکت اپل منفي اغېزه ده، چې اوس ښه تود بازار لري. د وی چت بندیز ممکن په چین کې امریکایي شرکت اپل ته میلیاردونه دالر زیان واړوي.
وی چت په چین کې د اړیکو ترټولو پراخه کارول شوې وسیله ده. په دې هېواد کې د اړیکو نور پروګرامونه یا کار نکوي او یا هم د چین حکومت یې مخه نیولې
دغه راز د راپورونو له مخې؛ که پر وی چت په امریکا کې بندیز ولګول شي، چینایان به هم نور له اپل او اړوند محصولاتو څخه کار وانخلي.
د ولسمشر ترمپ اداره هڅه کوي، چې په پټه امریکایي شرکتونو په ځانګړي توګه اپل ډاډ ورکړي، چې دوی اوس هم په چین کې د وي چت پر پیغام رسولو خپله سوداګري روانه وساتي.
د بلومبرګ د څرګندونو له مخې؛ دوه اوونۍ وړاندې د چینایي برنامو د بندولو لپاره د سپینې ماڼۍ له ټینګار وروسته، د دې ماڼۍ لوړ پوړيو چارواکو له یو شمېر شرکتونو سره په اړیکو کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اپل شرکت د چین په بازارونو کې د ډېرې ګټې د له لاسه ورکولو په څنډه کې دی. دغه راز دا شرکت اوس هم د خپلو تولیداتو لپاره پر چین تکیه لري.