تازه خبرونه
په امریکا کې د کرونا ویروس پېښې له ۶ میلیون واوښتې
په امریکا کې د کرونا ویروس شمېر له شپږ میلیون څخه ډېر شوی دی.
د رویترز د راپور له مخې؛ د کرونا ویروس د امریکا په منځني جنوبي ایالتونو کی مخ پر ډېرېدو دی.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په لووا، شمالي داکوتای، جنوبي داکوتای او میني سوتا ایالتونو کې پرکرونا ویروس اخته کیدنه ډېره شوې ده.
د زدکوونکیو د حضوري زدکړو له پیلیدو وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو د زدکوونکیو او زدکړیالانو تر منځ لو ډېرو نویو پېښو راپور ورکړ شوی دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې، جنوبي داکوتای د اګست له ۷ تر ۱۶ پورې په ستورګیس کې د موترسایکل ځغلولو له سیالیو وروسته له ۳۶۵۰۰۰ ډېر کسان د کرونا ویروس پر شمېر ور زیات شول.
د جنوبي داکوتای روغتیایي بنستونو ویلي، چې له دې راټولیدنې وروسته ۸۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د اته میاشتو له تېرېدنې وروسته امریکا اوس هم له دې ویروس سره مبارزه روانه ساتلې ده، چې پدې وروستیو اوونیو کې راکمه شوې ده.
ډېرو روغتیایي چارواکو او لږ تر لږه ۳۳ ایالتونو د ولسمشر دونالد ترمپ د کرونا آزموینې نوی فرمان، چې تېره اوونۍ خپور شوی؛ رد کړ.
په فرمان کې راغلي؛ هغه خلک، چې د ویروس له خطر سره مخ دي؛ خو کومې نښې نلري، ښایي آزموینې ته اړتیا ونلري.
د یادونې ده، جې امریکا اوس هم په نړۍ کې له کرونا څخه د مړینې تر ټولو لوی شمېر لري او د مړینې د نږدې ۱۸۳۰۰۰ پېښو له لرلو سره د نړیوال د نوملړ په سر کې ده.
