نړۍ
په امریکا کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي ۱۳ کسنو ته مرګ او ژوبله اړولې
د جورجیا د پلټنې ادارې مشر کریس هوسي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې شکمن کولټ ګري ۱۴ کاله عمر لري او د یوه بالغ په توګه محاکمه شي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا د جورجیا ایالت په یوه عالي لیسه کې یوه ۱۴ کلن هلک دوه زدهکوونکي او دوه ښوونکي پر ډزو ووژل او نهه نور کسان یې ټپیان کړل.
د رویټرز د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ شکمن د جورجیا د وینډر په اپالاچي عالي لیسه کې له ډزو سمدستي وروسته ونیول شو. هغه تېر کال د انلاین ګواښونو له کبله د پولیسو لخوا په ښوونځي کې د ډزو کولو په اړه تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې نیول شوی و.
د جورجیا د پلټنې ادارې مشر کریس هوسي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې شکمن کولټ ګري ۱۴ کاله عمر لري او د یوه بالغ په توګه محاکمه شي.
دې ډزو یو ځل بیا په امریکا کې د ټوپک ګرځولو د څارنې په اړه ملي بحث راپورته کړی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه بیان کې د جمهوري غوښتونکیو او ډیموکراټانو لهخوا د وسلې د مصونیت قانون د تصویب غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې امریکا له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا د سلګونه ښوونځيو او پوهنتونونو د ډزو شاهده ده، چې ترټولو خونړی برید د ۲۰۰۷ کال د ویرجینیا ټک و، چې په کې له ۳۰ ډېر خلک ووژل شول.
