کوید۱۹

په امریکا کې له کرونا ویروسه د بستر شویو ناروغانو شمېر ډېر شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړی؛ په امریکا کې د کرونا ویروس ډلټا بڼه ډېره شوې او تائید شوې، چې د شنبې پر ورځ د وږي ۲۰ / د سپټمبر ۱۱ پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۰ میلیون او ۹۲۰ زره کسانو اوښتی دی.

په امریکا کې د کرونا ناروغۍ له کبله مړینې شمېر له ۶۹۵۰۰۰ څخه ډېر دی او له ۱۰۰۰۰۰ ډېر نور په روغتونونو کې بستر شوي دي. د امریکا په ډېري ایالتونو کې د روغتیایي پاملرنې سیسټم د ډلټا له کبله تر فشار لاندې دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ په امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰ میلیون او۹۲۰ زره ۳۷۹ کسانو او د قربانیانو شمېر ۶۵۹ هزار او  ۶۷۵ ته رسیدلی دی.

د امریکا روغتیایي او بشري خدماتو وزارت په ډاګه کړې، چې ۲۶۰۰۰ ناروغان تر پوره پاملرنې او درملنې لاندې دي.

په امریکا کې روغتونونه د دغې ناروغۍ د مخ پر ډېریدونکي فشار لاندې دي او په ټول هېواد کې د جدي پاملرنې واحدونو اوسط شتون یوازې ۲۰ سلنه دی. ډېرې سیمې د روغتیایي سرچینو له کمبود سره مخ دي او روغتیایي پرسونل تر سخت فشار لاندې دي.

په فلوریډا کې د سینټ انټوني روغتون د سیمې یو له ۱۵ روغتونونو څخه دی، چې له جون راپدیخوا یې په روغتونونو کې لس چنده زیاتوالی لیدل شوی او د روغتون چارواکو ویلي؛ روغتون ته داخل شوي ۸۵ سلنه ناروغان هغه کسان دي، چې د کرونا واکسین پرې پلي شوي ندي.

د روغتون ډاکټرانو دغه راز ویلي، چې له واکسین څخه د پاتې ناروغانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی او باید د پر مصنوعي سا اخیستنې ژوندي وساتل شي.

په روغتون کې د جدي پاملرنې یوې نرسې ​ویلي، چې د جدي پاملرنې د کارکوونکې په توګه فکر کاوه، چې له واکسین پرته به له دې ناروغۍ خوندي پاتې کیدی شي؛ خو دې ناروغۍ اړ ایستله، چې خپل چلند بدل او واکسین پلی کړي.

اوس هم یو شمېر ناروغان شته، چې د مرګ له خطر سره سره له واکسین کولو ډډه کوي.

Trending

Exit mobile version