تازه خبرونه
په امریکا کې له کرونا ویروسه د مړینې شمېر له ۱۵۰۰۰۰ واوښت
په امریکا کې له کورونا څخه د مړینې شمېر له ۱۵۰۰۰۰ څخه ډېر شو او یوازې د چارشنبې پر ورځ په هره دقیقه کې یو تن مړشوی دی.
امریکا د چارشنبې پر ورځ د کورونا له کبله د مړینې ۱۴۶۱ پېښې ثبت کړي، چې د می له ۲۷ راپدیخوا ترټولو ډېر شمېر دی.
په دې هېواد کې د مړو شمېر مخ په ډېریدو دی؛ خکه په تېرو ۱۱ ورځو کې په لسګونه زره خلک مړه شوي دي.
په اریزونا، کالیفورنیا ، فلوریدا او تګزاس کې روغتونونه د کرونا ویروس له ناروغانو ډک شوي او د خوریدو د مخنیوي لپاره یې په دې ایالتونو کې پر محدودیتونو او بندیزونو غور پیل کړی دی.
تګزاس په امریګا کې له یوې میاشتې څخه تر لولو ډېرې د مړینې ۴۳۰۰ پېښې لرلې، ورپسې فلوریدا ۲۹۰۰ او کالیفورنیا هم د مړینې ۲۷۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ په نیویارک او نیوجرسي جې اوس هم د مړینې ترټولو لوړه کچه لري.
امریکا په ۲۰ کرونا ځپلیو هېوادونو کې تر ټولو زیانمنه شوې. د تازه احصائیو له مخې، په دې هېواد کې له هرو سل زره کسانو څخه ۴۵ یې مړه شوي دي.