کوید۱۹

په امریکا کې له کرونا ویروسه د ځاني زیان شمېر له ۹۰۰۰۰۰  ډېر شو

Published

on

په امریکا کې د روغتیایي مرکزونو لخوا د خپرو شویو احصائیو له مخې؛ په دې هېواد کې د ډسمبر له ۱۲ راپدیخوا له ۱۰۰۰۰۰ ډېر خلک د کرونا ویرس له بېلابېلو بڼو مړه شوي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه په داسې حال کې خپریږي، چې د امریکا روغتونونو ځانګړی حالت خپل کړی او د بېلابېلو ایالتونو په روغتونونو کې د بستر شویو کسانو شمېر مخ پر ډېریدو دی.

د کرونا ویرس د نورو بڼو پر پرتله د اومیکرون د خپرېدو فشار ډېر شوی او په امریکا کې یې د ناروغانو شمېر مخ پر ډېریدو دی، په داسې حال کې، چېله تېرو څو اوونیو راپدیخوا د دې هېواد د روغتیایي پاملرنې سیسټم تر مخ پر ډېرېدونکي فشار لاندې راغلی دی.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ ډېري هغه خلک، چې دا مهال په امریکا کې له کرونا ویروسه په روغتون کې بستر شوي؛ تر اوسه یې د کرونا واکسین یو دوز هم ندی ترلاسه کړی.

احصائې دا هم ښیي، چې اومیکرون کېدی شي د آفریقا پر پرتله په امریکا کې ډېر عام شي. د وروستیو احصائیو له مخې، چې پرون په امریکا کې خپور شو؛ د وبا له پیل راپدیخوا د کرونا د تلفاتو ټولټال شمېر له ۹۰۴ زره څخه اوښتی، چې د جنوبي داکوټا له ټول نفوس څخه ډېر دی.

امریکا دا مهال په نړۍ کې د کرونا ویرس مړینې ترټولو لوړه کچه لري. روسیه، برازیل او هند له امریکا وروسته له کرونا ناروغۍ څخه د مړینې لوړه کچه لري.

Trending

Exit mobile version