کوید۱۹
په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۴.۲ میلیون کسانو ته ورسېد
(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۴۰۰)
د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په امریکا کې د کرونا ویرس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴ اعشاریه ۲ میلیون ته رسیدلی دی.
د یادې سرچینې په ډاګه کړې؛ د دغه ویروس له کبله ۷۱۲۰۰۰ نور مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا په الاسکا ایالت کې د کرونا ویروس خپریدل ډېر شوي او روغتیایي مرکزونه د درملو او نورو طبي تجهیزاتو له لږوالي سره مخ دي.
په تېرو دوه اوونیو کې د دغه ویروس له کبله د امریکایانو د مړینې شمېر درې چنده ډېر شوی او ډېرې هغه کسان مري، چې کروناواکسین یې تر لاسه کړي ندي.
د ناروغیو د څارنې او مخنیوي مرکزونو ویلي؛ د اګست له وروستیو راپدیخوا دغه ویروس په ماشومانو کې ۱۲ سلنه ډېرشوی دی.