سیمه ییز خبرونه
په امنیتي تړون کې باید د هېواد امنیت او سوله تضمین شي
افغان ولسمشر حامد كرزي په خپله اوونيزه راډيويي وينا كې د دغه مطلب په څرگندولو سره زياتوي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې باید د هېواد ملي گټې، امنیت او سوله تضمین وي.
د هېواد جمهور ريیس وویل، چې له یو کال څخه را پدیخوا د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د ځانگړيو پلاوو ترمنځ د امنیتي تړون پر موادو دوامدار بحثونه شوي او اوس هم جریان لري.
حامدکرزي څرگنده کړه، چې په دې تړون کې د افغانستان د ترجیحاتو او ملي گټو عمده ټکي د افغانستان د ملي حاکمیت بشپړ درناوی، د خلکو د کورونو مصوونیت او د هرافغان د کور حریم ته احترام، د ملکي تلفاتو او د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو په کلکه مخنیوی او همدا رنگه د تجاوز تعریف دی.
ولسمشر په خپله وينا كې زياتوي:
کله، چې امریکایي ځواکونه دلته پاتې کیږي په کومو حالاتو کې به له افغانستان سره مرسته کوي، کوم حالت او کوم تجاوز به، تجاوز بولي. آیا دوی به افغانستان ته د بهرنیانو د تانگونو او الوتکو راتگ تجاوز بولي او که به تروریزم، انتحار او په افغانستان کې به په پټه ورانی هم تجاوز بولي.
ولسمشر كرزى وايي، په دې باب يې له امریکې لوري څخه واضیح بیان اخیستی دی او په دغه برخه كې د افغانستان پر گټو بحث شوى او له امریکایانو سره په وروستیو مذاکراتو کې پر یوې بلې ډېرې مهمې موضوع هم ډېر بحثونه وشول او هغه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د قضایي مصوونیت موضوع وه.
ولسمشر وايي، امريكايي لوري ته ښكاره شوې، چې په دې باب د پرېكړې حق يوازې د افغانستان خلك لري.
دا د افغانستان د خلکو صلاحیت دی، چې مشورتي عنعنوي لویه جرگه یې تمثیل کړي او بیا د افغانستان د ملي شورا قانوني صلاحیت دی، چې ټول قرارداد وگوري او فیصله پرې وکړي.