سیمه ییز خبرونه
په اندخوى ولسوالۍ كې د سون توكو د نشتوالي پر لامل د زده كړې بهير زيانمن شوى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان په شمال كې د سون توكو نشتوالي د يو شمېر ښوونځيو د زده كړې بهير له ستونزو سره مخ كړى دى .
د فارياب د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي، چې:
د يخې هوا له كبله د دې ولسوالۍ په ښوونځيو كې د ناروغيو له وېرې او د كوچنيو ماشومانو د غير حاضرۍ ستونزه زياته شوې ده .
په همدې وخت د اندخوى ولسوالۍ زده كوونكي وايي كه:
د ټولگيو د گرمولو سون توكي ښوونځيو ته ونه رسيږي؛ نو درسي بهير به مو نيمگړى پاتې شي.
د اندخوى ولسوال په داسې حال كې په ښوونځيو كې د سون توكو د نشتوالي په اړه اندېښمن دى، چې تېر كال د دلوې په مياشت كې د دې ولسوالۍ ښوونځيو ته سون توكي وركړ شول او سږ كال هم تمه كيږي، چې د فارياب ولايت په وړانديز دا ستونزه حل شي.
په فارياب كې اندخوى ولسوالي گرمسير سيمه گڼل كيږي، چې ژمى هم په كې زده كړې دوام لري.