سیمه ییز خبرونه
په اندراگاندي روغتون كې بيات بنياد د څارڅانگې د بيا جوړولو چارې پرانستې
د بيات بنياد بنسټوال او لوى مشرسناتور انجنير احسان الله بيات او فاطمه ليا بيات په كابل كې د اندراگاندي روغتون د څار څانگې د بيا جوړولو چارې پرانستې.
د دغې څارڅانگې د پرانستې پرمهال فاطمې ليا بيات په ډاگه كړه ، چې:
دا برخه به ۱۲ بستره ولري، چې د بيات بنياد په مالي ملاتړ به يې د بيا رغونې او تجهيز چارې تر سره شي.
د عامې روغتيا وزيره وايي:
د دې څانگې په بيا جوړولو به هغه ناروغ ماشومان له مرگه وژغورل شي، چې له بېلابېلو ناروغيو كړيږي.
د عامې روغتيا وزيرې په ملي كچه د بيات بنياد ونډه په عامه روغتيايي خدمتونو كې وستايله او له نورو ملي سوداگرو يې وغوښتل، چې ورته بشر دوستانه كار ته ور ودانگي .
د عامې روغتيا وزيرې د بيات بنياد د خدمتونو د ستاينې په موخه ميرمن فاطمه ليا بيات ته يوه مجسمه وركړه او د دغه بنياد د مرستو د دوام غوښتونكې شوه.
د اندراگاندي د ماشومانو روغتون په كابل كې يو داسې روغتون دى، چې د مسوولينو په وينا هره ورځ لسگونه ماشومان د درملنې په موخه ورته مراجعه كوي.
د يادونې وړ ده، چې د بيات بنياد د مرستو يوه برخه ان د جوړيدو له وخته په ټول هېواد كې د ميندو او ماشومانو د ملاتړ روغتون جوړولو ته ځانگړې شوې ده.