لوبی

په اندونیزیا کې د فوتبال سیالۍ پر مهال ۳۵۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۱)

تېره ورځ د اندونیزیا په ختیځ جاوا ښار کې د فوتبال لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ له رامنځته شوي تاوتریخوالي د یو ماشوم په ګډون ۱۷۴ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ پېښه هفه وخت رامنځته شوه، چې د فوتبال لوبډلو مینوال لوبغالي ته وردننه شول او پولیسو یې د خواره واره کولو لپاره له هغې وروسته اوښلن ګاز وکاراوه، چې په کې مړه شول.

لوبه د اریما او پیرسیبایا سورابایا د فوتبال لوبډلو د سیالانو تر منځ روانه وه، چې اریما لوبډله له پیرسیبایا سورابایا لوبډلې څخه ۲ پر ۳ ماته شوه او د اریما لوبډلې مینوالو د لوبې ډګر ته ورمنډه کړه.

دا په تېرو څه باندې ۲۰ کالونو کې لومړی ځل و، چې اریما لوبډلې پیرسیبایا سورابایا ته یوه لوبه وبایلله.

په دې لوبغالي کې ډېري وژل شوي کسان تر پښو لاندې شوي دي.

د ختیځې جاوا د پولیسو مشر نیکو افینتا د یکشنبې پر ورځ د تلې ۱۰ / د اوکتوبر۲ په ډاګه کړې، چې په پېښه کې د دوه پولیسو افسرانو په ګډون ۱۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ۳۴ کسان په لوبغالي کې دننه او پاتې یې په روغتون کې مړه شوي دي.

د پولیسو مشر زیاته کړې؛ د عملیاتو پر مهال ټول له لوبغالي څخه د وتلو یوې دروازې خوا ته ولاړل او ګڼه ګوڼه ډېره او د اکسیجن د کمښت له کبله یې سا بنده شوه.

د فوتبال نړیوالې ادارې فیفا د اصولو له مخې؛ هیڅ ډول وسلې یا اوشلن ګاز باید د ساتونکیو یا پولیسو لخوا ونه کارول شي.

د دغه هېواد د امنیت لوی وزیر محمود د انستاګرام په یوه پوست کې څرګنده کړې، چې لوبغالي ته د وردننه کېدو لپاره ۴۲ زره کسان وردننه شوي وه. په داسې حال کې، چې دا لوبغالی د ۳۸ زره کسانو وړتیا لري.

د ختیځ جاوا والي خفیفه اندر پروانسا خبریالانو ته ویلي، چې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره به مالي مرسته ترسره شي.

د اندونیزیا غوره لیګ اړوند سیالۍ د یوې اوونۍ لپاره لوبې وځنډولې او د اندونیزیا د فوتبال اتحادیې ویلي، چې د رامنځته شوې پېښې څېړنې هم روانې دي.

ویل کیږي، چې د فوتبال په ډګرونو کې دې ته ورته ډېرې نورې پېښې هم رامنځته شوي، چې یو شمېر یې دا دي:

پر ۱۹۶۴ زېږدیز کال په لیما کې اولمپیک سیالیو ته وتلو لپاره د پېرو او ارجنتاین ترمنځ د فوتبال د لوبې پر مهال له ټېل ماټېله ۳۲۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ ډېر نور ټپيان ول.

پر ۱۹۸۹ کال د بریتانیا د شيفیلد هیلزبرو په لوبغالي کې د ګڼې ګوڼې له کبله د یوې کټارې له ماتېدو د لیورپول لوبډلې ۹۶ مینوال وژل شوي وه.

پر ۱۹۸۵ کال د بلجیم د بروکسل په هېسل لوبغالي کې د انګلستان لیورپول او ایتالیا یونتوس ترمنځ‌ د لوبې پرمهال لږ تر لږه ۶۰۰ مینوال د دیوال له لوېدو ټپیان شول.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، دا په داسې حال کې ده، چې اندونیزیا د راتلونکي کال په مې او جون کې د فیفا د ۲۰ کلنو نړیوال جام کوربتوب کوي.

Trending

Exit mobile version