نړۍ

په اندونیزیا کې زلزلې تر ۱۶۰ ډېر کسان مړه کړل

Published

on

 د اندونیزیا په لویدیځ جاوا ولایت کې د رښتر پر کچه د ۵.۶ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۱۶۲ کسان وژل شوي او مرستندویه ډلې د قربانیانو د را ایستلو هڅې کوي.

د دغې زلزلې مرکز د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا سویل ختیځ ته په ۷۵ کیلومترۍ کې د سینجور ښار ته څېرمه و.

 دا سیمه له 2.5 میلیون څخه ډېر نفوس لري.

 د لوېدیځ جاوا ولایت والي وايي، تر اوسه ۱۶۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۶ نور ټپیان دي.  همداشان د لویدیځ جاوا د والي د څرګندونو له مخې؛ د یو شمېر ودانیو د ویجاړیدو له کبله د تلفاتو د زیاتیدو احتمال شته.

د رویټرز خبري آژانس د چارواکو په وینا په زلزله ځپلو سیمو کې برېښنا پرې شوې او په ځینو سیمو کې د ځمکې ښویېدو له کبله د خلکو د وتلو مخه نیول شوې ده.

Trending

Exit mobile version