تازه خبرونه

په اندونیزیا کې یوه بوینګ الوتکه له ۶۲ مسافرو سره د رادار له پردې ورکه شوې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۱, ۱۳۹۹)

یوه انډونیزیايي سریویجایا ایر مسافر وړونکې الوتکه د شنبې پر ورځ د جاکارتا په فضا کې له الوت لږ څه وروسته د رادار له پردې ورکه شوې، چې د کارکوونکیو په ګډون یې ۶۲ مسافر درلودل.

دغې بوینګ ۷۳۷ـ ۵۰۰ ډوله الوتکې د شنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۰) د اندونیزیا د پونټیاناک ښار د بورنیو له ټاپووزمې الوت کړی و.

د انډونیزیا د ترانسپورټ وزارت ویاند ویلي، چې پر سیمه ییز وخت له غرمې وروسته ۲:۴۰ له دې الوتکې سره اړیکې پرې شوې دي.

د انډونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ويلي، چې د ژغورنې ډلې په بحر د جاوا ټاپو په ساحلي سیمو کې د الوتکې او مسافرو لټون پیل کړی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې کب نیوونکیو په سمندر کې د الوتکو له ټوټو خبر ورکړی؛ خو دا څرګندونه تر دې دمه رسمي تائید شوې نده.

د تلویزیوني رسنیو د څرګندونو له مخې، دې الوتکې شپږ کارکوونکي درلودل او د اووه ماشومانو په ګډون ۵۶ مسافر په کې سپاره ول.

د انټرنیټي خدماتو د رادار ۲۴  الوت د څرګندونو پر بنسټ، الوتکه شاوخوا څلور دقیقې وروسته لږ تر لږه ۳۳۰۰ مټره لوړه شوې وه، چې ناڅاپه یې خپل سرعت او لوړوالی له لاسه ورکړ او د جاوا ټاپو په شمالي برخه کې له راداره ورکه شوه.

د الوتکې د سپرلۍ هویت هم تر دې دمه په ډاګه شوی ندی.

Trending

Exit mobile version