نړۍ
په انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
د انډونیزیا چارواکو ویلي، د دې هېواد په ختیځ کې د ۷.۷ درجې زلزلې او لسګونو وروستي ټکانونو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
له زلزلې وروسته په څو سیمو کې له یوه مټر څخه د کم لوړوالي د سونامي څپې ثبت شوې؛ خو شاوخوا درې ساعته وروسته د سونامي خبرداری لغوه شو.
د انډونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې مشر سوهاریانټو ویلي، د ماسپښین تر ۳ بجو ۳۸ کسان وژل شوي، دوه سخت ټپیان او ۱۱ نور سطحي ټپیان شوي دي. د هغه د څرګندونو له مخې، شاوخوا دوه زره کسان د ژوند ژغورلو لپاره خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د مائومره په بندري ښار کې ژغورونکو د ۲۰ کسانو مړي موندلي دي. همداراز شپږ ټپیان او دوه هغه کسان موندل شوي، چې تر خاورو لاندې بند پاتې ول.
انډونیزیایي چارواکي وایي، یو شمېر خلک اوس هم په زیانمنو ودانیو کې بند پاتې دي او ځمکښویېدنې هم څو لارې تړلې دي.
ژغورونکي اوس هم ناګیکائو سیمې ته، چې د زلزلې مرکز ته نږدې ده، نهدي رسېدلي. ځمکښوېدنو ځمکنۍ لارې تړلي او په دې سیمه کې مخابراتي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.
د ناګیکائو شاوخوا دوه زره اوسېدونکي ایستل شوي او کورونو، زېرمتونونو او دولتي ودانیو ته زیانونه اوښتي دي. د برښنا د پرې کېدا او د ټرافیکي ګڼېګوڼې راپورونه هم ورکړ شوي دي.
د ختیځې نوسا تِنګارا والي ویلي، لږ تر لږه پېنځه کسان د خوب پر مهال د ودانیو د نړېدا له کبله وژل شوي دي.
د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ویلي، زلزله ډېره سخته وه او ټکانونو یې شاوخوا یوه دقیقه دوام وکړ. په ځینو سیمو کې خلک د ژوند د ژغورلو لپاره له کورونو بهر وتښتېدل.
د تالیبورا سیمې یوه ۵۱ کلن اوسېدونکي ویلي، د زلزلې پر مهال ۱۳ کسان په کور کې وو او ټولو د ژوند د ژغورلو لپاره له کوره بهر ووتل.
د انډونیزیا د جیو فزیک ادارې ویلي، زلزله د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۸ د ځمکې په ۱۵ کیلومټره ژوروالي کې شوې او وروسته یې څو ټکانونه هم ثبت شوې دي.
په ۱۹۹۲ز.کال کې هم دا سیمه ۷.۵ درجې زلزلې لړزولې او پراخ زیانونه یې اړولي وه.
انډونیزیا د «بحرالکاهل د اور کړۍ» په نوم سیمه کې پرته ده؛ هغه سیمه، چې د ځمکې د تختو د سخت فعالیت له کبله پر ځلونو د زلزلو او اورغورځوونکو غرونو د چاودنو شاهده وي.