نړۍ
په انډونیزیا کې غړاندې اورشېندنې ۱۳ کسان مړه کړي او لسګونه نور ټپیان دي
رویټرز څرګنده کړې؛ د انډونیزیا د جاوا جزیرې په سمرو اورشېندنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان او سوزېدلي دي.
د انډونیزیا له طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي مرکز ویلي؛ په پېښه کې ۹۸ نور کسان سوزېدلي، چې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
په راپور کې راغلي، چې پرون (شنبه د لیندۍ ۱۳) د اور شېندنې پر مهال لوګي او ایره هوا ته پورته شوه او شاوخوا کلي یې په تورتم کې ډوب کړل.
د انډونيزيا مرستندويه ځواکونو د کلیو ګڼشمېر اوسېدونکي ايستلي او امن سیمې ته یې لېږدولي دي.
د انډونیزیا له طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي مرکز مشر ويلي؛ مرستندویان هڅه کوي، چې په لوماجانګ سیمه کې به لنډمهالې سرپناوې جوړه کړي.
د انډونیزیا ولسمشر جوکو ویډوډو قربانیانو ته د لاسرسي سپارښتنه کړې ده.
د سمرو اورشیندنه، چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال له ډسمبر راپدیخوا غړانده شوې؛ په دې هېواد کې له شاوخوا ۱۳۰ فعالو اورشیندنو څخه یوه نومول شوې ده.