کوید۱۹
په انګلستان کې د کرونا ټول محدودیتونه لرې شول
د بریټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون د دوشنبې پر ورځ ( د کب دوه یمه د قبرورۍ ۲۱ ) څرګنده کړې، چې د کروناویروس په اړه ټول پاتې محدودیتونه به لرې شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ بوریس جانسون دا خبر په داسې حال کې په ډاګه کړ، چې د یکشنبې پر ورځې د روغتیا وزیر ساجد جاوید او ریشي سونک کتنې مثبتې اعلان شوې او په قرنطین کې دي.
د رسمي راپورونو له مخې؛ په دې وروستیو ورځو کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو ورځنۍ پېښې ۵۰ زرو ته رسېدلي؛ خو د پراخ واکسین پلي کېدو له کرونا ناروغۍ څخه د مړینې کچه نوره هم را ټیټه کړې ده.
انګلستان له کرونا ویروس څخه د مړېنې د ۱۶۰۰۰ ناروغانو راپور ورکړی، چې په نړۍ کې اووم لوړ دی.
