نړۍ
په اودیسه ښار کې د امریکا او اروپا زیرمه شوې وسلې ویجاړې شوې ـ روسیه
د روسیې دفاع وزارت پرون (یکشنبه) اودیسې ښار ته نږدې د امریکا او اروپايي هېوادونو لخوا اوکراین ته پر استول شویو وسلو برید کړی او د یو هوایي ډګر ځغاستلیکه یې ویجاړه کړې ده.
د رویټرز په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې اوکراین روسیه د هوایي ډګر د ځغاستلیکې پر ویجاړولو تورنه کړه، د روسیې دفاع وزارت وویل، چې: د هوایي ډګر د ویجاړولو لپاره یې اونیکس غوره نښه ویشتونکی توغندی کارولی دی.
د اوډیسې والي ماکسیم ماچینکو ادعا کړې، چې روسیې له کریمیه ښاره توغول شوی باسټیون توغندی کارولی دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی هوايي دفاعي سیسټم تېره شپه د خارکوف په سیمه کې دوه اوکرایني سو – ۲۴ مټره بم غورځوونکي ویشتلي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي؛ د روسیې د هوايي ځواک الوتکو د اوکراین د مهماتو پېنځه زیرمې ویشتي، چې په کې له ۲۰۰ زیات ملتپالان وژل شوي دي.
د روسیې د لوېدیځې کورسک سیمې والي رومن سټاروویټ ویلي، د اوکراین له لوري د شنبې پر ورځ پولې ته څېرمه پر یوې پوستې څو توغندي توغول شوي دي.
نوموړي ویلي، د روسي ځواکونو د بریدونو د شنډولو لپاره اوکرایني ځواکونو برید وکړ؛ خو هیڅ ځاني زیان یې نه درلود.