تازه خبرونه

په اوسنيو سیاسي سیالیو کې نننی نظام د کړکېچ او ناکامۍ پر لوري روان دی- دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوهیم مرستیال وایي، چې د اختلافونو دوام، سیاسي سیالي او اوسنۍ ګډوډي کولی شي افغانستان د کړکیچ او ناکامي پر لور بوځي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د جمعې په ورځ(د لړم ۲۸ کال ۱۳۹۵) د جهادي مشر صادقي نیلي په یاد غونډه کې وویل: په اوسني ګډوډ حالت اوسیاسي سیالیو کې اوسنی نظام د کړکیچ او ناکامي پر لوري روان دی.

د هغه په وینا؛ د واک وېش د سیاسی کړکیچونو اصلي علت دی.

  سرور دانش وایي، اختلافونه باید د نظام د بنسټونو د کمزورتیا سبب نه شي او ملي ګټې دې له زیان وژغورل شي.

هغه دغه راز وایي؛ په واک کې د قومونو مشارکت عادلانه نه دی او په وینا یې حکومت پر یوې داسې طرحې کار کوي، چې په واک کې د ټولو قومونو برابره ونډه شتون ولري.

د حکومت او قانون جوړونکي بنسټ تر منځ تقابل هم دغلته تر سترګو کیږي او د ولسی جرګې لخوا ولسمشر ته د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د کار د دوام په صورت کې خبرداری ور کړ شوی دی.  

د ولسی جرګې لومړی مرستیال  ظاهر قدیر ویلي؛ د اساسي قانون د تفسیر او د سترې محکمې موضوع یوې ډډې ته کړئ؛ قحط الرجال نه دی، نوي وزیران راوړاندې کړئ. که داسې ونه کړئ بودجه به ترې ستنه کړو بیا به اړ شئ، چې نوي وزیران راوپېژنئ بله لار نه لرئ.         

د ولسمشر لومړي مرستیال هم په واک کې پر ځان غوښتنې او انحصار اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان د جنبش اسلامي ویاندبشیر احمد ته ینج په ډاګه کړې، چې سیاسیونو ته سپارښتنه کوم، چې پرکړې د یووالي له مخې وکړي؛ ځانغوښتنه او انحصار به نظام له منځه یوسي.        

د حکومتي مشرانو او د دولت د دوه قواوو تر منځ سیاسي تقابل د نظام لپاره  سرخوږی جوړونکی ګڼل کیږي؛ ټول پر یووالي ټینګار کوي او د ملي یووالي په حکومت کې پر قومپالنې ګیله کوي او وایي، په دې به نظام له لویو ستونزو سره مخ شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version