ساینس او ټیکنالوژي
په اوکراین کې انټرنیټي خدمات بیا فعال شول – ایلان ماسک
(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۰)
د اوکراین د لومړي وزیر د مرستیال په غوښتنه د تسلا اجرائیوي مشر ایلان ماسک، په اوکراین کې د سټارلینک سپوږمکۍ انټرنیټ فعالولو اعلان وکړ.
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیال ټویټ کړی: دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې هوایي ځواکونه د اوکراین پر وګړیو بریدونه کوي.
ایلان ماسک په دې اړه څرګنده کړی، چې ستارلینک دمګړۍ په اوکراین کې فعال دی.
په دې توګه د دغه هېواد خلکو ته د سټلایټ انټرنېټي آسانتیاوې رامنځته شوې.
له دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له کبله د دغه هېواد په سویل او ختیځو سیمو کې د نښتو له کبله انټرنېټي ستونزې رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د غربي نړۍ له خبرداریو سره سره تېره پنجشنبه پر اوکراین برید وکړ او اوس یې جګړه د کیف ښار څنډو ته رارسولې ده.